06/17/2026
د اېران او امریکا تر منځ د هوکړې مادې په لاندې ډول دی.
لومړۍ ماده:
د امریکا متحده ایالات، د ایران اسلامي جمهوریت او د هغوی متحدین په روانه جګړه کې دا تفاهملیک لاسلیکوي، څو په ټولو جبهو، د لبنان په ګډون د پوځي عملیاتو سمدستي او دایمي پای اعلان کړي. دواړه لوري ژمنه کوي چې له دې وروسته به د یو بل پر ضد هېڅ جګړه او یا پوځي عملیات نه پیلوي، د زور ګواښ او کارونې څخه به ډډه کوي او د لبنان ځمکنۍ بشپړتیا او ملي حاکمیت به تضمینوي.
وروستۍ هوکړه به په ټولو جبهو، د لبنان په ګډون د جګړې د دایمي پای او د دې مادې د نورو احکامو تایید وکړي.
دویمه ماده:
د امریکا متحده ایالات او د ایران اسلامي جمهوریت ژمنه کوي چې د یو بل ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته به درناوی کوي او د یو بل په کورنیو چارو کې به لاسوهنه نه کوي.
درېیمه ماده:
د امریکا متحده ایالات او د ایران اسلامي جمهوریت ژمنه کوي چې په ۶۰ ورځو کې به خبرې اترې ترسره کړي او وروستۍ هوکړې ته به ورسېږي. دا موده د دواړو لورو په رضایت غځېدلی شي.
څلورمه ماده:
د دې تفاهملیک له لاسلیک وروسته به د امریکا متحده ایالات سمدستي د ایران اسلامي جمهوریت پر وړاندې د خپلې سمندري محاصرې او هر ډول خنډونو او محدودیتونو د لرې کولو بهیر پیل کړي او په ۳۰ ورځو کې به یې په بشپړ ډول پای ته ورسوي.
په همدې موده کې به د ایران اسلامي جمهوریت د جګړې له مخکیني حالت سره سم د بېړیو تګ راتګ بېرته عادي کړي.
همداراز، امریکا ژمنه کوي چې د وروستۍ هوکړې له نافذېدو ۳۰ ورځې وروسته به خپل ځواکونه د ایران له شاوخوا سیمو وباسي.
پنځمه ماده:
د دې تفاهملیک له لاسلیک وروسته، د ایران اسلامي جمهوریت به د خپلو ټولو امکاناتو په کارولو سره د خلیج فارس او عمان سمندر ترمنځ د سوداګریزو بېړیو خوندي تګ راتګ د ۶۰ ورځو لپاره پرته له کوم لګښت څخه، تضمین کړي.
د سوداګریزو بېړیو تګ راتګ به سمدستي پیل شي او د تخنیکي او پوځي خنډونو د لرې کولو او ماین پاکۍ له بشپړېدو وروسته به په ۳۰ ورځو کې په بشپړ ډول عادي شي.
ایران به له عمان سلطنت سره خبرې اترې وکړي، څو د هرمز تنګي د راتلونکې ادارې او سمندري خدمتونو په اړه، د خلیج فارس د نورو ساحلي هېوادونو په مشوره او د نړیوالو قوانینو او د ساحلي هېوادونو د حاکمیتي حقونو له مخې، پرېکړه وشي.
شپږمه ماده:
د امریکا متحده ایالات ژمنه کوي چې له خپلو سیمهییزو شریکانو سره په ګډه به د ایران اسلامي جمهوریت د بیارغونې او اقتصادي پراختیا لپاره لږ تر لږه د ۳۰۰ میلیارده ډالرو په ارزښت یو منل شوی او عملي پلان جوړ کړي.
د دې پلان د پلي کولو میکانیزم به د وروستۍ هوکړې د یوې برخې په توګه په ۶۰ ورځو کې وروستی شي.
د اړوندو مالي معاملو لپاره ټولې لازمې اجازې، معافیتونه او جوازونه به د امریکا له لوري صادرېږي.
اوومه ماده:
د امریکا متحده ایالات ژمنه کوي چې د وروستۍ هوکړې له مهالویش سره سم به د ایران پر وړاندې ټول بندیزونه، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پرېکړهلیکونه، د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې د حکامو شورا پرېکړهلیکونه او د امریکا ټول لومړني او ثانوي یو اړخیز بندیزونه لغوه کړي.
د امریکا متحده ایالات او د ایران اسلامي جمهوریت د بندیزونو د لرې کولو موضوع حیاتي بولي او ژمن دي چې په خبرو اترو کې به دې موضوع ته لومړیتوب ورکړي.
اتمه ماده:
د ایران اسلامي جمهوریت یو ځل بیا ټینګار کوي چې اټومي وسلې به نه تولیدوي او نه به یې ترلاسه کوي.
د امریکا متحده ایالات او ایران هوکړه کوي چې د غني شویو اټومي موادو د زېرمو د برخلیک په اړه به د یوه متقابل منل شوي میکانیزم له لارې پرېکړه کوي. لږ تر لږه عملي لاره به دا وي چې دغه مواد د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې تر څارنې لاندې په خپل ځای کې رقیق شي.
دواړه لوري همداراز هوکړه کوي چې د ایران د سولهییزو اټومي اړتیاوو، د یورانیمو د غني کولو او نورو اړوندو موضوعاتو په اړه به خبرې اترې کوي.
وروستۍ هوکړه به د دې مادې ټول احکام تایید کړي.
نهمه ماده:
تر هغو چې وروستۍ هوکړه نه وي شوې، دواړه لوري به اوسنی وضعیت وساتي.
ایران به خپل اوسنی اټومي پروګرام همداسې وساتي او امریکا به نه نوي بندیزونه لګوي او نه به په سیمه کې اضافي ځواکونه ځای پر ځای کوي.
لسمه ماده:
د امریکا متحده ایالات ژمنه کوي چې د دغه تفاهملیک له لاسلیک سره سم او تر هغو چې بندیزونه په بشپړ ډول نه وي لغوه شوي، د امریکا د خزانې وزارت به د ایران د خامو نفتو، نفتي محصولاتو او مشتقاتو د صادراتو او همداراز د بانکدارۍ، بیمې، ترانسپورټ او نورو اړوندو خدمتونو لپاره لازم معافیتونه صادر کړي.
یوولسمه ماده:
د امریکا متحده ایالات ژمنه کوي چې د دې تفاهملیک له پلي کېدو وروسته به د ایران اسلامي جمهوریت ټول کنګل شوي او محدودې شوې شتمنۍ او مالي وجوهات په بشپړ ډول د استفادې لپاره ازاد کړي.
دواړه لوري به د خبرو اترو په ترڅ کې د دغو پیسو د آزادولو پر کړنلارې هوکړه کوي.
دغه شتمنۍ، که په اصلي حسابونو کې پاتې وي او که بل ځای ته ولېږدول شي، د ایران د مرکزي بانک له خوا د ټاکل شویو مستحقو لورو لپاره به په بشپړ ډول د کارونې وړ وي.
امریکا به په دې برخه کې ټول اړین جوازونه او تاییدونه صادر کړي.
دولسمه ماده:
د امریکا متحده ایالات او د ایران اسلامي جمهوریت هوکړه کوي چې د دې تفاهملیک او راتلونکې وروستۍ هوکړې د پلي کېدو او څارنې لپاره به یو اجرایي میکانیزم جوړوي.
دیارلسمه ماده:
د دې تفاهملیک له لاسلیک وروسته، او په دې شرط چې د ۱، ۴، ۵، ۱۰ او ۱۱ مادو پلي کول پیل او دوام ومومي، دواړه لوري به د وروستۍ هوکړې په اړه یوازې د پاتې مادو پر سر خبرې اترې پیل کړي.
څوارلسمه ماده:
وروستۍ هوکړه به د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د یوه الزاماوره پرېکړهلیک له لارې تاییدېږي.
06/12/2026
06/11/2026
06/11/2026
06/11/2026