CricHunters

Directions Contact the business

CricHunters Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from CricHunters, Sports League, New London, CT.

Bringing Afghan cricket fans the latest updates, insights, and inspiration—celebrating the game, uniting the community, and showcasing our cricketing talent to the world.

د افغان نولس کلنو لوبډلې یوولس کسیزه نوملړ په نیمه پای لوبه کې د هند نولس کلنو لوبډلې پر وړاندې.  #𝐂𝐫𝐢𝐜𝐇𝐮𝐧𝐭𝐞𝐫𝐬
11/12/2026

د افغان نولس کلنو لوبډلې یوولس کسیزه نوملړ په نیمه پای لوبه کې د هند نولس کلنو لوبډلې پر وړاندې.
#𝐂𝐫𝐢𝐜𝐇𝐮𝐧𝐭𝐞𝐫𝐬

د شل اوریزه لوبو لوبډلمشر ابراهیم ځدراڼ🥰 #𝐂𝐫𝐢𝐜𝐇𝐮𝐧𝐭𝐞𝐫𝐬
11/11/2026

د شل اوریزه لوبو لوبډلمشر ابراهیم ځدراڼ🥰
#𝐂𝐫𝐢𝐜𝐇𝐮𝐧𝐭𝐞𝐫𝐬

رحمت شاه زرمتي د ټېسټ سیالیو د توپوهونکو په نړیواله درجه‌بندۍ کې اووم مقام خپل کړ او لومړنی افغان لوبغاړی شو چې د نړۍ د ...
11/11/2026

رحمت شاه زرمتي د ټېسټ سیالیو د توپوهونکو په نړیواله درجه‌بندۍ کې اووم مقام خپل کړ او لومړنی افغان لوبغاړی شو چې د نړۍ د لسو مخکښو ټېسټ توپوهونکو په کتار کې ځای نیسي.
Rahmat Shah Zadran has climbed to 7th place in the ICC Test Batting Rankings, becoming the first Afghan player to break into the top 10 Test batters in the world.

#𝐂𝐫𝐢𝐜𝐇𝐮𝐧𝐭𝐞𝐫𝐬

سبا ورځ!د نوولس کلنو کم عمره اسیایې سیالیو په نیمه پای لوبه کې سبا افغان نوولس کلنو کم عمره لوبډله د هند نوولس کلنو لوبډ...
11/11/2026

سبا ورځ!
د نوولس کلنو کم عمره اسیایې سیالیو په نیمه پای لوبه کې سبا افغان نوولس کلنو کم عمره لوبډله د هند نوولس کلنو لوبډلې پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته کېږي.
#𝐂𝐫𝐢𝐜𝐇𝐮𝐧𝐭𝐞𝐫𝐬

د نوولس کلنو اسیا جام سیالیو په دویم ګروپ کې افغان ځوانانو خپلې درې واړه لوبې وګټلې او د ګروپ د مخکښې لوبډلې په توګه یې ...
11/11/2026

د نوولس کلنو اسیا جام سیالیو په دویم ګروپ کې افغان ځوانانو خپلې درې واړه لوبې وګټلې او د ګروپ د مخکښې لوبډلې په توګه یې نیمه پایلوبې ته لاره وموندله، چې سبا پنجشنبه به نیمه پای لوبه ترسره شي.

#𝐂𝐫𝐢𝐜𝐇𝐮𝐧𝐭𝐞𝐫𝐬

د سکاټلنډ کرکټ بورډ په یوه اعلامیه کې ویلي، چې له افغانستان سره به دوه اړخیزې سیالۍ نه تنظیموي او نه به په هغو درې اړخیز...
11/10/2026

د سکاټلنډ کرکټ بورډ په یوه اعلامیه کې ویلي، چې له افغانستان سره به دوه اړخیزې سیالۍ نه تنظیموي او نه به په هغو درې اړخیزو لوبلړیو کې ګډون کوي چې افغان لوبډله پکې شامله وي؛ تر هغه چې د افغانستان د ښځینه کرکټ او بشري حقونو په برخه کې په وضعیت کې بنسټیز بدلون نه وي راغلی.

همدارنګه، دغه بورډ به له افغانستان سره له نړیوالو سیالیو بهر تمریناتي کمپونه، دوستانه او تدارکاتي لوبې هم نه ترسره کوي.

خو د سکاټلنډ کرکټ بورډ به د ICC د سیالیو د اصولو له مخې د افغانستان د نارینه لوبډلې پر وړاندې په ټاکل شویو سیالیو کې ګډون کوي.

په اعلامیه کې زیاته شوې چې دغه تګلاره به هر کال او یا هم د شرایطو د پام وړ بدلون په صورت کې بیا وارزول شي.

#𝐂𝐫𝐢𝐜𝐇𝐮𝐧𝐭𝐞𝐫𝐬

رحمان الله ځدراڼ: الحمدلله 🤲د هر لوبغاړي یو لوی ارمان وي چې یوه ورځ د خپل هېواد لپاره په ټېسټ کرکټ کې ولوبېږي. دا ارمان ...
11/09/2026

رحمان الله ځدراڼ:
الحمدلله 🤲

د هر لوبغاړي یو لوی ارمان وي چې یوه ورځ د خپل هېواد لپاره په ټېسټ کرکټ کې ولوبېږي. دا ارمان مې د کلونو محنت، قربانیو، سختو ورځو او پر ځان د باور وروسته پوره شو.

د افغانستان لپاره مې په خپله لومړۍ ټېسټ لوبه کې سلیزه ووهله، چې زما د ژوند یوه نه هېرېدونکې شېبه ده.

دا یوازې پیل دی، ان شاءالله کوشش به کوم چې د افغانستان لپاره ډېر ښه کریکټ وکړم او خپل وطن ته ویاړونه راوړم

له خپلې کورنۍ، هېوادوالو او ټولو مینه والو څخه د زړه له کومې مننه کوم چې په دعاګانو او ملاتړ کې راسره مل وو.
که ټولو ته مې ځواب نه وي ویلی، بښنه غواړم.
#𝐂𝐫𝐢𝐜𝐇𝐮𝐧𝐭𝐞𝐫𝐬

رحمت شاه د لوبې د بڼه بدلوونکي لوبغاړي جایزه وګټله! د افغانستان لوبډلمشر رحمت شاه د زمبابوې پر وړاندې په لومړۍ ټیسټ سیال...
11/09/2026

رحمت شاه د لوبې د بڼه بدلوونکي لوبغاړي جایزه وګټله!

د افغانستان لوبډلمشر رحمت شاه د زمبابوې پر وړاندې په لومړۍ ټیسټ سیالۍ کې د ۱۷۳ منډو په زړه‌پورې لوبولو سره د لوبې د بڼه بدلوونکي لوبغاړي جایزه ترلاسه کړه.

#𝐂𝐫𝐢𝐜𝐇𝐮𝐧𝐭𝐞𝐫𝐬

لومړۍ ټیسټ سیالۍ بې پایلې شوه! د افغانستان او زمبابوې ترمنځ لومړۍ ټیسټ سیالۍ بې پایلې پای ته ورسېده. زمبابوې دوهمه پاڼۍ ...
11/09/2026

لومړۍ ټیسټ سیالۍ بې پایلې شوه!
د افغانستان او زمبابوې ترمنځ لومړۍ ټیسټ سیالۍ بې پایلې پای ته ورسېده.
زمبابوې دوهمه پاڼۍ کې خپل ٥ لوبغاړي له لاسه ورکړل او ٥٢٣ منډې جوړې کړې.
افغان لوبډلې ته د دوهمې پاڼۍ توپ وهنه ونه رسېده.
#𝐂𝐫𝐢𝐜𝐇𝐮𝐧𝐭𝐞𝐫𝐬

افغان نوولس کلنو لوبډلې د اسیا جام نیمه پایلوبې ته لار وموندله! افغان ځوانانو سریلانکا ته هم ماتې ورکړه او په دې بریا سر...
11/09/2026

افغان نوولس کلنو لوبډلې د اسیا جام نیمه پایلوبې ته لار وموندله!

افغان ځوانانو سریلانکا ته هم ماتې ورکړه او په دې بریا سره یې د ګروپي پړاو درې واړه لوبې وګټلې او په خپل ګروپ کې یې د اسیا جام نیمه پایلوبې ته لاره پیدا کړه.

#𝐂𝐫𝐢𝐜𝐇𝐮𝐧𝐭𝐞𝐫𝐬

Address

New London, CT
06320

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when CricHunters posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to CricHunters:

Shortcuts

Share

Nearby gyms & sports facilities