05/15/2026
د پنجاب اعلی وزیرې مریم نواز شریف ویلي دي چې تر هغه چې هغه ژوندۍ وي، د پاکستان په هر ښار او سړک کې به د مترو یو کرښه جوړه شي.
هغې د پراختیایي پروژو په یوه غونډه کې ویلي چې حکومت یې هڅه کوي د ترانسپورتي اسانتیاوو پراختیا وکړي او خلکو ته عصري د تګ راتګ خدمات برابر کړي.
مریم نواز زیاته کړې چې د مترو پروژې نه یوازې د خلکو د تګ راتګ ستونزې کموي، بلکې زرګونو کسانو ته د کار زمینه هم برابروي.
05/15/2026
د کونړ د عامې روغتیا ریاست مسوولان وایي، د دغه ولایت د څوکۍ ولسوالۍ چلس سیمه کې زلزلهځپلو لپاره یو روغتیايي مرکز چې پنځه میلیونه افغانۍ لګښت ورباندې شوی، ګټي اخیستنې ته وسپارل شو.
دغه روغتیايي مرکز چې په استرالیا کې د میشتو افغانانو په مالي مرسته جوړ شوی، د سیمې نږدې ۷ زره اوسېدونکو ته به روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي.
05/15/2026
نظامالدین قیصاري خبرداری ورکړی، که ط..البان یې شخصي جایدادونه او شتمنۍ ضبط کړي، نو دی به د هغوی پر ضد “عملي اقدام” پیل کړي. نوموړي ط..البان یوه بېانصافه ډله بللې او ویلي یې دي چې د خپل حق د دفاع لپاره به چوپ پاتې نه شي.
05/15/2026
د امريکا د ناروغيو د کنټرول او مخنيوي اداري (CDC) اعلان کړی چی د هانتا ویروس له پېښو سره تړلې د ايم وي هونديوس» کروز بېړۍ امريکايي مسافر کولی شي له قرنطین پرته عادي ژوند ته ستانه شي.
چارواکو ویلي، له روغتيايي معايناتو او سکریننگ وروسته د ویروس د لېږد خطر ډېر کم ارزول شوی نو ځکه مسافرو ته اجازه ورکړل شوی چی د دودیزی جلا ساتنی یا قرنطین پرته له خلکو سره عادي تګ راتګ وكري.
05/15/2026
راپورونه وایي، د لنډي کوتل په سیمه کې د عاصم په نوم د CTD یو پولیس افسر د رخصتۍ پر مهال د خپل کور مخې ته د نامعلومو کسانو په ډ-زو و-ژل شوی دی.
05/15/2026
د هند دفاع وزیر پاکستان ته :
د ترهګرۍ پر ضد هېڅ ډول حوصله نه لري او که بیا بریدونه ترسره شي، نو سخت او جدي ځواب به ورکړل شي.
هغه خبرداری ورکړی چې که ترهګریز فعالیتونه تکرار شي، نو هند به یوازې تر سرحدونو محدود پاتې نه شي، بلکې د بریدګرو پر ضد به تر خپلو پټنځایونو پورې تعقیبي اقدامات ترسره کړي.
05/15/2026
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین وایي، د پاکستان پوځ تل د پښتنو په سیمو کې ملکي وګړي په نښه کوي خو د بشري حقونو بنسټونه یې پر وړاندې چوپ پاتې دي.
منظور احمد پښتین په یوه تازه ویډیويي پیغام کې ویلي، شیخ ادریس نږدې دوه اوونۍ وړاندې وژل شوی خو تر اوسه یې د وژل کېدو په اړه هېڅ ډول څېړنه نه ده شوې.
دغه پښتون فعال همداراز له افغان کډوالو سره د پاکستاني پولیسو پر ناسم چلند نیوکه کړې او ویلي یې دي چې پاکستاني پولیس افغان کډوال نیسي او د "ګوانتانامو" په څېر بندخونو کې یې ساتي.
پښتین د خپلو خبرو په بله برخه کې ویلي، د برېښنا په ګډون بېلابېلې سرچینې د پښتنو له سیمو برابریږي خو پښتانه ترې محروم ساتل شوي دي.
05/15/2026
بیړنی خبر:
د باجوړ په سیمه کې د پاکستاني پوځیانو پر کمپ برید شوی.
وروسته له هغه چې اشتهاد&ی برید ترسره شو، وسلوالو کسانو هم پر کمپ وسلهواله حمله وکړه. ویل کېږي چې بریدګر د کمپ دننه ننوتلي دي.
دغه برید کی نږدي٣١ تنه پاکستاني پوځیان وژل شوي او د ګڼ شمیر نورو د ټپي کيدو خبر ورکړل شوی .
05/14/2026
د کابل ښار د کېپک غونډۍ په سیمه کې د دوو ښځو جسدونه موندل شوي دي. د معلوماتو له مخې، د وژل شویو ښځو عمرونه ۱۹ او ۳۵ کاله ښودل شوي او دواړه په مرموز ډول وژل شوې دي.
ځايي سرچینو ویلي چې جسدونه د سیمې اوسېدونکو موندلي او وروسته امنیتي ځواکونو ته خبر ورکړل شوی. تر اوسه د دغې پېښې اصلي لامل نه دی روښانه شوی او نه هم د وژنې په تړاو څوک نیول شوي دي.
امنیتي مسؤلینو د پېښې د څېړنې خبر ورکړی او ویلي یې دي چې د عاملینو د پېژندلو او نیولو هڅې روانې دي.
05/14/2026
د صادراتو او وارداتو د کیفیت لوړولو لپاره یې د ۴۶ میلیون ډالرو په ارزښت له یوه هندي شرکت سره تړون لاسلیک کړی.
د چارواکو په وینا، د دغه تړون له مخې به په کابل او نهو بندرونو کې معیاري لابراتوارونه جوړ، عصري تجهیزات نصب او د کیفیت ادارې کارکوونکو ته مسلکي روزنې ورکړل شي.
دوی زیاتوي، د دې پروژې هدف د بېکیفیته توکو مخنیوی او افغاني تولیداتو ته په نړیوالو بازارونو کې د اعتبار برابرول دي.
05/14/2026
نغمه، چې د هېواد مشهوره هنرمنده ده، اعلان کړی چې د کرکټ د ملي لوبغاړي شاپور ځدراڼ د روغتیايي درملنې لپاره هر ډول مالي مرسته ورکولو ته چمتو ده. هغې ویلي چې شاپور د افغانستان ویاړ دی او د هغه ملاتړ د هر افغان مسؤلیت دی.
دا څرګندونې په ټولنیزو رسنیو کې مثبت غبرګونونه راپارولي او خلکو د هنر او ورزش د دې یووالي ستاینه کړې ده. شاپور ځدراڼ له څه مودې راهیسې له روغتیايي ستونزو سره مخ دی او مینه وال یې د روغتیا دعاګانې کوي.