Afghan Cricket Update

Afghan Cricket Update

Share

Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Afghan Cricket Update, Sports Team, .

13/03/2026

موضوع د راشدخان او حشمت الله شاهدي ده
دوه نادرې پېښې چې د خان او شاهدي ترمنځ د اختلاف رېښې راسپړي.
د افغانستان د کرکټ چلوونکی چې د راشدخان سره یې طبیعت نه دی لږېدلی، یا راشدخان ورته وخت نه دی ورکړی، په کراتو یې حشمت پارولی چې کپتان ته یې او په میدان کې واک راشد ته ورکوې او دا ستا په اړه ذهنیتونه خرابوي.
د زمبابوې پر وړاندې د ټسټ سیالۍ یوه ورځ مخکې راشدخان توپ اچوونکو سره میټنګ کوي چې د بالنګ پلان جوړ کړي ، خو په سهار یې حشمت په ډېرې غصې او نارضایتۍ راشد ته ګواښ کوي چې له دې وروسته حق نه لرې لوبغاړو سره میټنګونه وکړې. راشد ورته وايي چې دا د بالرانو میټنګ وو او د یو ټیم په توګه زموږ بالران باید پوه شي چې څنګه د مقابل ټیم شل وېکټې واخلو، خو حشمت په خپل دریځ درېږي او راشد منع کوي چې د بالرانو سره میټنګ یا مشوره وکړي.
دوهمه پېښه له دې وړاندې د آیرلنډ سره د پنځوس اوریزې لوبې په جریان کې کله چې راشدخان د بالرخواته ورځي او مشوره ورکوي، حشمت پرې په ډېره غصه چغه کوي چې خپل فیلډنګ ته دې فکر ونیسه او بالرانو ته مشورې مه ورکوه. له دې خبرې څو دقیقې وروسته راشدخان سخت ډسټرب کېږي او یو کېچ هم ډراپ کېږي.
ددې کیسې موخه داده چې د حشمت په شان لوبغاړي د خپل غرور او نوم ساتلو لپاره دومره پرېوځي چې د راشدخان غوندې لوبغاړي ته وايي بالر ته مشوره مه ورکوه او ددې غرور او نابلدۍ تر شا د کرکټ چلوونکي چال بریالی کېږي چې څنګه لوبډله کې د نفاق تخم وشیندي.

13/03/2026

د افغانستان کرکټ په تاریخ کې راشد ارمان یو نه تکراېدونکی استعداد دی.

اوس راشد ارمان لکه احمددشاه بابا د افغانستان هویت دی.
راشد ارمان هغه افغان لوبغاړی دی چې د افغان لوبغاړو لپاره یې د هند IPL، بیګ باش او نورو سترو لیګونو دروازې پرانیستلې، تر راشد وړاندې چا په فکر کې نه راتلل چې افغانان دې د هند په IPL کې ولوبېږي، د افغان لوبغاړو لپاره دا یو خوب او خیال و، اما نن یې موږ وینو چې یو نه بلکې درجن درجن لوبغاړي مو د نړۍ په سترو ستر لیګونو کې لوبېږي.

په ډېرو هېوادونو کې کله چې یو لوبغاړی د هېواد سمبول او شخصیت شي، لکه عمران خان، توتي او جرارډ، نو د احترام له امله تر اوږدې مودې کپتان پاتې کېږي د زور او دسیسې له مخې نه لیرې کېږي.داسې سلګونه بیلګې شته!
منم چې د راشد کپټنسي به موږ ته ډېرې لوبې نه وي ګټلي، اما افغانستان فلمیمبر شیپ د راشد ارمان ملي لوبډلې ته له راتګ وروسته ترلاسه کړ، فولمیبر شيب تر لاسه کول څو عوامل لري یو د ټیم پرفارمنس او تر څنګ یې جیوپلیټیک ملاتړ، د راشد په راتګ دا دواړه ترلاسه شول، 2017 کال په اپریل کې راشد د IPL برخه شو، هند یو له هغو دریو هېوادونو دی چې د کرکټ نړۍ والې شورا هره پرېکړه د دوي له رضایت پرته نشي ترلاسه کېدای، راشد د دې لامل شوی چې هند زموږ ملاتړ وکړي.

راشد او د ملي لوبډلې بل لوبغاړي یو ډول تلل انصاف ندی، راشد د کرګټ ستوری دی نه لوبغاړی.
راشد ټوله نړۍ پېژني زموږ ډیری د ملي لوبډلې لوبغاړي حتا زه نه پیژنم نو د راشد سره یې پرتله کول عادلانه نده.
کوم شخصیت چې راشد لري هغه شخصیت نه شاهدي لري او نه یې ابراهیم لري.

راشد بعضې نیمګړتیاوې لري، د بیلګې په توګه راشد په ډیریو لوبغاړو باور نه لري، له همدې امله راشد نه غواړي بعضې لوبغاړي د سره ولوبېږي.
د کرکټ بورډ سلیکشن کمیټۍ چې کومې خبرې کړي هغه د اشرف غني هوايی دهلیزونه دي، او نه هم د راشد په لیرې کېدو کې دوي کوم رول لري، د راشد لیرې کېدو تر شاه نور لاسونه دي چې نېږدې ورځو کې به پرې تفصلي لیکنه وکړم، دا چې شلیکشن کمېټۍ وايی راشد افغانستان ته د راتګ وخت نه درلود یو بې ځایه دلیل دی، ټول عمر زموږ لوبغاړو له دې امله بهر تمرینات او کېمپونه ترسره کړي چې بهرني روزونکو نه غوښتل افغانستان ته راشي.

د کرکټ بورډ د رهبرۍ د کرکټ واک داسې خلکو ته ورکړی چې د کرکټ په الف او ب ندی خبر، په دې اړه به زه یوه مفصله لیکنه وکړم چې کرکټ بورډ اداره څوک او څنګه رهبري کوي، د دې ترڅنګ بعضې بیروني عناصر او سینیر لوبغاړي دي چې راشد ارمان لیرې کېدو کې سهیم دي.

د راشد ارمان له کيپټنسۍ لیرې کېدل د
افغانستان د کرکټ په زیان دي، که په هر ډول وي راشد بېرته باید لوبډلمشرۍ ته راستون شي.

12/03/2026

د افغانستان ویاړ او د نړی د کرکت ښکلا

اتله لا وځلیږې

09/03/2026

دومره ستر انسان ده چې د حکومتونو په سطحه یې وزیران په کور او استوګنه خبرې کوي!

تاسو اور مه اخلئ د پکستان د دفاع وزیر، د کابېنې نور غړې او تقریباً ټولې رسنۍ یې په راشد خان ولې خبرې کوي؟👇
کله چې پکستان په اورګون بمبار وکړ د راشد خان او نورو لوبغاړو ټویټونو د پاکستان د مېډیا چیغې وایستلې!
همدا راشد خان وو چې په هم هغه ورځ یې د لاهور قلندر نوم له خپل مېډیایي بایو څخه حذف کړ!
د پکستانۍ مېډیا عکس العمل مو یاد شې چې د کرکټ د نړۍ دا نایابه شینواری ځوان یې څومره نمک حرام یاد کړ؟
هغو وویل چې ده ته کرکټ پاکستانیانو ورزده کړی یاد مو شي کنه؟
فعلاً د راشد خان د کورنۍ درنه حصه په اماراتو کې ژوند کوي، خپله راشد خان کلونه وشول چې پکستان ته نه ده تللی!
او بل د خواجه اصف ټويټ/ایکس او د رسنیو خبر یې دومره جدي مه ګڼئ هغوی د افغانستان د بحري ځواک دوه بېړۍ او یولس جنګي الوتکې هم ویشتلي!
او پاته شوو جنګ د خواجه اصف او د دوی د رسنیو له محاسبې په افغانستان کې یو زه او څو نور هزاره وطنداران ژوندي دي باقي یې ټول وطن لوټې لوټې کړی!

07/03/2026

پخوانی کوچ جناتن ټراټ تر 2023 کال نړېوال جام پوره واک او اختیار درلوده، مګر له هغه را وروسته د کرکټ بورډ چلند ور سره بدل شو.
د کوچ په لرې کولو کې د حشمت الله شاهدي، رحمن الله ګوربز او عظمت عمرزي هم لوی لاس وو.
حشمت الله شاهدي او رحمن الله ګوربز آن د کوچ سره ګریوان تر ګریوان جنګ هم شوی چې د لوبډلې د منیجر په منځګړيتوب خلاص شوي دي.
کوچ چې کله ددوی درې واړو له پلان خبرېږي، نو استعفا ورکوي.
ددې علت دا و چې دغه لوبغاړو آزادي غوښتله چې د ټراټ په موجودیت کې ممکن نه وه. ځکه کوچ به اته بجې ټول لوبغاړي حاضر غوښتل، دغه راز ددوی برخورد هم کوچ ته د منلو نه و.
جاناتن ټراټ به ډېر ژر د سریلنکا د کوچ په توګه مقرر شي.

06/03/2026

د ۲۰۲۴ کال په شل اوریز نړیوال جام کې د راشد خان تر کپتانۍ لاندې افغانستان په خپل تاریخ کې په لومړي ځل نیمه پایلوبې ته ووت او تاریخ یې جوړ کړ. هغه وخت یوازې دا نه چې د بورډ مسئولینو راشد او لوبغاړو ته د مننې او ستاینې لپاره یو تیلیفون ونه کړ، بلکې هڅه یې کوله چې د کرکټ د نړیوالې شورا له لوري لوبډلې ته په ورکړل شویو پېسو باندې هم خیټه واچوي.

د ۲۰۲۶ کال تر نړیوال جام مخکې یې د لېرې کولو هڅه وکړه، تر دغو مهمو سیالیو مخکې یې فکر ورګډوډ کړ او له بده مرغه «دوه درې لوبغاړي یې په فکري توګه په مخالفت» کې ودرول، لوبې وبایللې شوې او بیا یې راشد خان له کپتانۍ څخه لېرې کړ او په دې هم تورن کړ چې هغه ډېر بوخت دی او «افغانستان ته وخت» نه لري.

کرکټ بورډ له کپتانۍ څخه تر لېرې کېدو وروسته، راشد خان ته نه د مننې لپاره کوم رسمي بیان خپور کړ، نه یې د کارونو درناوی وکړ او نه یې هم هاغسې چې په کار وه، ستاینه وکړه.

یو لوبغاړي راشد خان ته لیکلي: مه خپه کېږه اتله، دا افغانستان دی.

28/02/2026

دغه درې واړه به ډير زر درته د افغانستان کرکټ په ډګه سپور کي😭💔
الله دې دوئ په شرمونو کې پټ کي😭💔

27/02/2026

اصلي کیسه داسې ده:
نصیب خان او میرویس اشرف دواړه ډېر ژر له کرکټ بورډ لرې کېږي او دا تصمیم نیول شوی دی.
د راشد د لرې کېدو خبره هم جدي ده او ددې تر څنګ يې راشد ته اخطارونه هم ورکړي چې له کپتانۍ خو دې لرې کوو، او که افغانستان ته راغلې نو محکمې ته به حاضرېږې او د نظام پوښتنو ته به ځواب ورکوې.
راشد خان ته دا اخطار هم ورکول شوی چې کرکټ به دې ختم کړو او له هر ډول کرکټ به بند شې.
اوس دوه سناریوګانې روانې دي، لومړی به دوی کوشش کوي له دې وړاندې چې دوی لري شي راشد خان هم له کپتانۍ لرې او بدنام کړي او په دې توګه د پنجاب د خوشالولو لپاره د افغانستان لوبډله وپاشل شي.
دوهمه موضوع داده چې لوی مولاصاب مداخله وکړي او د اوسني خلکو د کرکټ بورډ واک واخلي.
درېيمه خبره هم شوې، خو خدای دې دروغ کړي چې په افغانستان کې کرکټ بند شي.

26/02/2026

بلال سمیع فېټ دی او هغه خبرونه درواغ دي، چې ګواکې ټپي دی او له روزنیز کمپ څخه لرې شوی. نوموړی اوس هم کونړ کې رمضان جام سیالیو کې دی

26/02/2026

نړیوال پهٔ راشدخان تبصیرې کوی
چې باید د درې واړو فارمیټونو لوبډل مشرې ورکړې
راشهٔ زمونږ ګوسفند ملت تهٔ چې پهٔ تعصب کې ډوب دې وایې نهٔ پلانکی دی کفتان شي
نړیوال چې څوک یې وړتیا لرې هغهٔ رامخکې کوی

زمونږ د تعصبګر ځامن چې هغهٔ وړتیا لرې د قومیت لهٔ پلوه یې نهٔ غواړې
خهٔ بهٔ دغهٔ وطن جوړ شي

26/02/2026

د افغانستان د کرکټ ستنه مه نړوئ

راشد خان یوازې یو لوبغاړی نه دی، هغه د افغان کرکټ د ملا تیر دی. د ستنو نړول د ودانۍ د نړېدو په مانا دي.

راشد خان په نړیواله کچه د افغان کرکټ وقار ده، د هغه بې احترامي د ټول ملت بې احترامي ده.


26/02/2026

«کله چې د ګجرات لوبډله جوړه شوه، نو هاردیک پانډیا یې کېپټن وټاکل شو. پوهېږئ، واېس کفتان یا ناېب کفتان یې بیا څوک ؤټاکل شو؟ بل هېڅ څوک نهٔ وو، فقط همدغه ځوان وو. هلته راشد خان د ۲۲ لوبغاړو لهٔ منځه وټاکل شو، لا تراوسه یې ناېب کفتان دی. ولې ؤټاکل شو؟ هندوانو پهٔ کې د لیډرشېپ هنر لیدلی وو. یاد یې ولرئ، خان صیب د افغانستان لپاره لومړی اؤ یوازینی کېپټن دی، چې د افغانستان لوبډله یې د ICC پهٔ يؤ لوی اېونټ کې تر سیمي فاېنله ورسؤه. د همدغه سړي لهٔ برکته افغانستان کرکټ تر لوړپوړو سرحدونو ورسېد، اؤ پهٔ نړۍوال مارکېټ کې د بَرم اؤ عزت خاوند شو»❤️🇦🇫👏🏻

سیر آرین

Want your business to be the top-listed Gym/sports Facility?

Culinary Team

Attire

Telephone

Website