Love Afghanistan

Love Afghanistan

Share

Afghanistan � - USA �

03/07/2026

Turkish carpets, rugs and runners of high quality are available in various types,sizes, colors and styles.
Sets come in sizes of 3 and 4 pieces.
Our Address is: 23700 Military Rd S, Kent, WA 98032

Photos from Love Afghanistan's post 06/05/2025

Coming Soon! 😊
Best - NGR Collection is introducing verity of Turkish carpets and curtains and mattress @ Kent, WA

03/30/2024

د مسجد الحرام امام شیخ عبدالرحمن د روژې وروستۍ لسو ورځو (عشرې) لپاره غوره فورمول او قاعده بیان کړې.
1.په روستۍ 10 ورځو کې هره ورځ یو درهم (یوه روپۍ) صدقه کړئ، که دغه ورځ د لیلة القدر شوه نو تاسو ته به د 84 کلونو یا 1000 میاشتو لپاره هره ورځ د یوې روپۍ صدقه کولو ثواب حاصل شي.

2. هره ورځ دوه رکعته نفل لمونځ وکړئ، که د لیلة القدر په منځ کې دغه ورځ راشي، تر 84 کالو پورې به د دوه رکعته نفل لمونځ کولو ثواب ترلاسه کړﺉ.

3. هره ورځ درې ځله سورت اخلاص ووایئ، که لیلة القدر په دغه ورځ وي نو تاسو ته به د 84 کلونو لپاره هره ورځ د یو قرآن کریم د تلاوت ثواب درکړل شي.

هغه همدا راز وویل، دا خبرې په خلکو کې خپرې کړئ، څوک چې ستاسو خبرې واوري او عمل وکړي، تاسو ته به هم د هغوی د عمل په اندازه اجر درکړل شي. ځکه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: څوک چې د نیکو کارونو لارښوونه وکړي نو هغه به هم د عمل کوونکي په اندازه اجر ترلاسه کړي، مګر د عمل کونکي په اجر کې هیڅ کمی نه راځي. (مسلم، ۲۶۷۴)
الله دې موږ ټولو ته د لا زیات عمل کولو توفیق راکړي آمین❤️

Copy

12/22/2023

دا د دنيا دود ده چي انسانان بي وفا دې
د قدرت او ثروت په وخت کي هر انسان د قدر وړ وي
اولادونه چي واړه وي پلار ورسره په اخلاص مينه کوي خدمت ورته کوي
شپه ورځ په ځان يوه کړي وي ستړي ژوند کوي د ډيرو ستړياو ستونزو سره لاس او ګريوان وي بيا هم خوښ وي
په ستړيا نه پوهيږي
د ستوماني او ستړيا ورځي بيا په دغه وخت کي په انسان راځي

کله چي پلار سپين ږيري شي اولادونه ځوانان شي د ده پر ځاي چي پلار ارامه شي خپلو هيلو ارمانونه ته ورسيږي پلار ورځ تر بلي په مصيبتونو اخته کيږي خفه کيږي اولادونه تري تښتي

کور کي به تود مجلس روان وي کله چي پلار د کور دروازه پرانيزي غږ شي راغۍ تود مجلس سوړ شي ټوکي ټکالي به ختمي شي حالت به يو سلو اتيا درجي تغير وکړي اولادونه خواره واره شي

د کور مشره ميرمن هم د اولادونو سره همغږي وي ګنګسي به شروع شي بيا راغۍ بيا به په قهر وي ټول عمر د مونږه زړونه خوړلي دې
هغه مهربانه خاوند مهربانه پلار به بد اخلاق شي په اولادونو به بوج شي د مجلس او د خبرو بي څوک نه وي حقير فقير به کله يو ته ګوري کله به بل ته ګوري

کاپي #

04/05/2023

سبحان الله!👇👇
وايي يوسف عليه سلام چې د کاختۍ پر مهال
غنم ويشل ، يو ماشوم دري واري راغی او غنم يې يوړل ، اخر يوسف عليه سلام مجبور شو ماشوم ته يې وويل: اې ماشومه ! خلکو ته يو ځل غنم نه رسېږي ستا دا څووم ځل دی چې غنم وړې نور يې بس که ، ډير اړ خلک پاتی دي. ماشوم جواب ورکړ ، يوسفه ؟ که دي وپيژندم نو څه چې وايم هغه به منې او څه چې غواړم هغه به راکوي. يوسف عليه سلام ورته وويل ته څوک يې؟ ماشوم جواب ورکړی ! زه هغه ماشوم يم چې د زليخا په تور کي مي ستا د پاکي شاهدي در باندې وويله . يوسف عليه سلام ماشوم غيږ ته نېږدې کړ او بيا يې امر وکړ چې دغې ماشوم ته خزانې خلاصي کړی څه چې وړای شي مه يې ورڅخه ستنوئ. په دې وخت کې الله ﷻ ورته وحي وکړه ! ويې ويل ای يوسفه ته يو بنده يې يو چا ستا پاکي بيان کړه ټولي خزانې دي ورته خلاصي کړې ، نو څوک چې زما پاکي ياده کړي ، ذکر مي وکړي ، نو څه به ور سره کوم ؟ فکر وکړئ ، چېري د يوسف خزانې او چېري د الله ﷻ خزانې ! چېرته د يوسف ورکړه چېرته د الله ﷻ ورکړه ! راځئ چې الله ﷻ تل يادوساتو او پاکي يې بيان ڪړو.
چي ولوستل شو نو سبحان الله ولیکئ۔۔۔۔

03/24/2023

د روژې تر راتلو دمخه يې ولولئ:

کله چې جسم وږی شي، خپل ځان خوري!

څېړونکي وايي، کله چې انسان له 8 تر 16 ساعتونو پورې وږی پاتې شي، په ټول بدن کې د autophagisomes په نوم يو ډول خاص پروټينونه توليديږي. دا پروټينونه د مړو، سرطاني او ناروغو حجرو پر شاوخوا راټوليږي، تجزيه کوي يې او داسې حالت ته يې برابروي چې جسم ترې استفاده وکړای شي.

څېړونکي وايي، هر انسان بايد په اوونۍ کې دوه يا درې وارې په دې نيت لوږه او تنده تجربه کړي چې جسم يې خپلې مړې او سرطاني حجرې وخوري او د احتمالي روغتيايي زيانونو مخنيوی وشي.

جاپاني ډاکټر، بورشينوري اوسومي پر همدې موضوع د تحقيق له امله د 2016 کال د نوبل د طب جايزه هم ګټلې وه.

الله تعالی د روژې په اړه فرمايي:
" وَأَن تَصُومُوا خَيْرٌ لَّكُمْ ۖ إِن كُنتُمْ تَعْلَمُونَ ".
"او که روژه ونيسئ، ستاسې له پاره ډېره بهتره ده، که پوهېږئ!"

ستر انسان، رسول الله صلی الله عليه وسلم به هم هره اوونۍ د دوشنبې او پنجشنبې ورځې روژې نيولې.

ژباړه: ظاهر عمار

09/24/2022

دپلار 34 جملې يو ځوى ته:
که سپين کاغذ درسره په لاس وي پرې تور يې کړٸ او درسره يې نورو ته ورسوٸ.
1. د سګرټ څکولو څخه ځان ساته.
2 – د ښځی په انتخاب کي د ډېر احتیاط څخه کار واخله؛ ځکه چې ښځه 90٪ ستا د خوښۍ او خفګان مسولیت لري.
3. ارزانه سامان(بې کيفيته) مه اخله.
4 – خپل بچيان څنګه چې دوی دي اومنه نه هغسې چې ته یې غواړئ.
5. د نيوکو په ځواب کې خپل وخت مه ضایع کوه.
6. په هيڅ سياسي باور مه کوئ.
7 – خپل کار تر هغی پوری مه پريږده تر څو چې دې بل پیدا کړي نه وي.
8. کله چې د ملګري موټر امانت راوخلي، د تسليميدو وخت کې یې بیرته ورته د تیلو ډک کړه.
9 – موبایل فون ته اجازه مه ورکوه چې ستا دژوند ښکلي شیبې وخورئ، ځکه هغه ستاسو د اسانتیا لپاره دي نه د ځان لپاره.
10 – هیچا ته باید پیسې ورنکړي مخکې له دېنه چې خپل کار ترسره کړي.
11 – د هغو کسانو سره چې ستا څخه زيات مالدار وي يا ستا څخه ډیر زیات بې وزله وي د مادياتو په اړه بحث مه کوه.
12- خپل ملګرو ته د پیسو دپور ورکولو دمخه معلومات وکړه داسې نه چې دواړه له لاسه ورکړی.
13 – د میاشتنی معاش د ارزښت په اړه پوښتنه مه کوه.
14- کله چې غواړئ یو کور واخلئ د ځای ګاونډی او اوبو پوښتنه يې وکړه.
15 – کله چې تاسو د خپل ځان لپاره مناسبه دنده پیدا کړه، او خوبونه مو رښتيا شو، د معاش په غم کې مه اوسه ځکه که تا خپل مسووليت ادا کړ پيسې خپله رازی.
16 – په حافظې باور مه کوه، هر څه په کاغذ باندې ولیکه.
17- ستا سزا بايد د هغه کار لپاره مناسبه وې چې ستا بچيانو سرته رسولي دی.
18- یوازې هغه کسانو ته پیسې پور ورکړه چې ته باور لري چې د غوښتنې پرته یې بیرته درکوي.
19 – هرڅوک ستاینه غواړي، د هیچا څخه مه سپموه.
20 – په یاد ولره چې ریښتینې بیه هغه نه ده کومه چې په توکو لیکل کیږي، مګر هغه ده چې ستا د جيب لپاره مناسبه ده.
21. د خپلو ماشومانو د هیڅ غلط چلند څخه سترګې مه پټوه، ځکه دهغوي روزنه ستا مسووليت دی.
22. په شخړو کې، په یاد ولرئ چې د خپلو حقوقو لپاره خپل اخلاق له لاسه ورنکړي.
23 – خپل معلومات شریک کړه، شاوخوا خلکو ته درس ورکړه، ځکه دا د امر کولو لپاره یوازیني ښه لاره ده.
24. خپل شخصي او مالي معلومات مه ښکاره کوه، مګر دضرورت مطابق.
25. کله چې تاسو د خپل ملګري په هکله ښه خبره واوريده، هغه خبر کړه.
26- که د سبا ورځ لیوالتیا لرئ، د نن شپې په خوب کې ځنډ مه کوه.
27 – که هغه څوک چې تاسو سره یې ناوړه چلند کړی دی خجالته کوي د هغه د بچيانو سره ښه رويه وکړه.
28 – هغه چا سره واده وکړه چې تاسره په اقتصادي او ټولنیز کچه برابره وي یا لږ ټېټه.
29. که دوه ځله يو شى د چا نه امانت واخلي، نو بیا دې ضرورت دی، دځان لپاره خپل واخله.
30- کله چې ستا اطاق ته مشر څوک درغي نو د احترام لپاره ورته اودرېږه.
31 – کله چې هر څوک خاموش وي، پاڅه او خپل نظر څرګند کړه.
32- هره ورځ نیم ساعت په خپو ګرځه.
33. ستاسو ګړۍ باید د اصلي وخت په پرتله پنځه دقیقی مخکې وي.
34- طبیعی اوسیږه او د ځان ښوودنې څخه ځان اوساته.
کاپي

06/28/2022

وطنه د غلام د غلامۍ نه دې خدای خلاص کړه!
د ډبرو سکاره زمونږ او ګټه یې د منافق ملک

05/22/2022

دډیرو مرضونو علاج
د ریحان ( کشمالی) بوټی تخم ګل او پانی یی
تر اخره یی ولولی او له ملګرو سره یی شریک کړی

د ریحان بوټۍ ټول پیژنو اکثرو په کورونو کی کرلی دی خو اکثره د ریحان له طبی ګټو ناخبر یو. که یې چیرته په ګټو خبرشو نو ریحان په کور کی یو داسی دواخانه ده چی د الله پاک په قدرت دډیرو ناروغیو علاج. مخ نیوی کوی، د ریحان اول فضیلت دادی چی د جنت یو بوټی دی او په قران کریم کی الله ﷻ دوه ځله ذکر کړی او په نبوی طبی حدیثونو کی هم ذکر شوی دی. که یې په خصلتونو خبرشو نو داسی کور به پاته نه شی چی په هغه کی دی ریحان ونه کرل شی....

(د ریحان طبی مهمی ګټی)
(۱) که څوک د زړه خفګان یا دماغی بوج ولری نو دریحان په هروخت بوی کولو سره د زړه خفګان، دماغی بوج لیری کیږی او زړه ته خوښۍ ورکوی.

(۲) د لمبیدو په وخت د ریحان په پاڼو بدن موښل جسمانی سربیره خیری په کلکه لیری کوی. د بغلونو بدبویی ختموی او که یې ښځینه عملی کړی نو د بدن پوستکی به یې نرم او تازه پاته وی

(۳) که څوک دریحان پاڼی په اوبوکی سم وایشوی او د هغه اوبو څخه د وړوکی ګلاس په اندازه هرماښام څیښی نو په بدن کی د رګونو خټه وینه نرمه کوی او بنده وینه په جریان کوی

(۴) که د ریحان پاڼی وچ کړه شی بیا میده کړه شی نو هر هغه زخم چی نه جوړیږی په هغه دی ودوړول شی نو په محدود وخت کی زخم راټولوی او علاج یې کوی

(۵) که د ریحان دانې او پاڼی په ګرمو اوبوکی ۲۴ ساعته خشته شی او سر په ووینځل شی نو دسر ویښتان د رژیدلو څخه ساتی او چمک ورکوی

(۶) که د ریحان درې ډک موټه اندازه ګلان ۲۴ ساعته په دوه لیټر ایشیدلو اوبو کی خشته شی وروسته یې اوبه صافی کړی نو د هغه چا لپاره مکمل علاج دی چی عامه جسمانی لړزه لری، طریقه یې داده چی ددغه اوبو څخه به ۵ کاچوغی اوبه اخلی دچایو دګلاس اوبو اندازه سره به یې ګډوی د هر خوراک وروسته به یې ددوو هفتې لپاره څیښی یا تر هغه وخت چی لړزه یې ختمیږی

(۷) که د ریحان دانې وټکول شی سم میده کړه شی بیا یوه کاچوغه اندازه په یو ګلاس اوبوکی وایشول شی او دغه اوبه په خوله ورغړول شی نو د غاښونو د میکروب او چینجیانو قاتل علاج دی

(۸) که د ریحان ژوندی دانې (تخم) د وړوکی کاچوغی په اندازه ماښام دخوب نه مخکی په اوبو تیری کړی نو د بندو بولو او سوزک او د مسالک د التهاب لپاره مضمون علاج دی، یوه هفته عملی کیږی یا دعلت خمیدلو پوری

(۹) که دریحان پاڼی په سایه کی وچ کړه شی بیا سم میده کړه شی لکه اوړه او یوه د خوراک د کاچوغی په اندازه په یوګلاس ایشیدلو اوبوکی واچول شی. ۱۰ دقیقې وروسته دغه اوبه څیښی نو هغه څوک چی نیم سر دردی لری هغه دی ټوکور په دغه اوبو لندوی او ددرد پر ځای دی یې نیسی سر درد به یې ورسره ورک شی،

(۱۰) هغه مېرمن چی کوچنی یې پیداشوی وی او په سینه کی یې شیدې کمی وی نو هغه دی د ریحان یو څودانی تازه پاڼی په اوبوکی لکه چای داسی ایشوی او لکه چای داسی دی یې څیښی. سینه به یې د شیدو ډکه وی او د څلویښتۍ پاته درحم خیره او ناوړه وینه به یې د بدن څخه ورسره ووځی. ان شاء الله تعالی

او د ټولونه مهم د ریحان ګټه داده
چی یو ښار یا وطن ته وبا یا بل مرض راغلی وی نو په هغه کورکی چی ریحان کرلی وی دکور انسانان ته یې بوی رسیږی نو هغه کوربه د وبا او مرض څخه بچ کړی.
copy

Want your business to be the top-listed Gym/sports Facility in Seattle?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Website

Address


Seattle, WA

Opening Hours

Monday 9am - 5pm
Tuesday 9am - 7pm
Wednesday 9am - 7pm
Thursday 9am - 7pm
Friday 9am - 7pm