Aman Tigers

Aman Tigers

Share

Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Aman Tigers, Sports Team, Afghanistan �, Jalalabad.

Photos from Aman Tigers's post 30/05/2026

ګرديوال کرکټ اکاډمۍ لوبډله بيرته لوبغالي ته ښکته کيږي 🤩

د ګرديوال کرکټ اکاډمۍ لوبډله په رودات ولسوالۍ کې په جوړ شوي ستر ټورنمنټ کې نن ماسپښین خپله لومړۍ لوبه د روات سټارز لوبډلې پر وړاندې ترسره کوي.

Photos from Aman Tigers's post 09/05/2026

د اتحاد افغان شل اووريز جام اتلوالي ګرديوال کرکټ اکاډمي خپله کړه.

په بټي کوټ ولسوالۍ کې د ننګرهار په سطحه د هارډبال په يو ستر شل اوریز ټورنمنټ کې د ګرديوال کرکټ اکاډمۍ لوبډلې د خپلو پياوړو سيالانو په ماتولو سره د اتلولۍ جام پخپل نوم کړ.

د اتحاد افغان شل اووريز جام په نوم سیالیو په پايلوبه کې تيره ورځ له يوې په زړه پورې لوبې وروسته ګرديوال کرکټ اکاډمۍ لوبډلې رودات لوبډلې ته ماتې ورکړه او د اتلولۍ جام يې پخپل نوم کړ.

د ګرديوال کرکټ اکاډمۍ لوبډلې مالي ملاتړی اتل خان ګرديوال او د امان ټايګرز ګروپ ټول مسولين ددغه سترې لاسته راوړنې په پار ټولو لوبغاړو، او روزونکي ته مبارکي وايي او په راتلونکي کې ورته د لا نورو برياو هيله څرګندوي، ترڅو خپل کلي او ولس ته لا نورې لاسته راوړنې ولري.

په پای کې دې دغه بريا د ګردي غوث ټولو باعزته ولسونو ته مبارک وي.

Photos from Aman Tigers's post 07/05/2026

له پایلوبې مخکې د اتلولۍ جام نندارې ته وړاندې شو.

د ننګرهار ولايت بټي کوټ ولسوالۍ کې د اتحاد افغان شل اووريز ټورنمنټ پايلوبې ته ګرديوال کرکټ اکاډمي او رودات جلګه کلب لاره پيدا کړې.

د دغه سياليو پايلوبه سبا د جمعې په ورځ ترسره کيږي چې له پايلوبې وړاندې يې د اتلولۍ جام د دواړو لوبډلمشرانو په شتون کې د بټي کوټ ولسوالۍ په ځينو په زړه پورې سيمو کې نندارې ته وړاندې شو🤩

Photos from Aman Tigers's post 03/05/2026

ګرديوال کرکټ اکاډمۍ پایلوبې ته لار پيدا کړه🤩

په بټي کوټ ولسوالۍ کې د هارډ بال په روان ټورنمنټ کې ګرديوال کرکټ اکاډمۍ نن په نيمه پايلوبه کې پياوړې باختر لوبډلې ته ماتې ورکړه او د دغه ستر ټورنمنټ پايلوبې ته يې لاره پيدا کړه.

ټولو کليوالو ته دې ډير ډير مبارک وي

Photos from Aman Tigers's post 29/01/2026

د ګردي غوث واليبال منتخبې لوبډلې ستره بریا خپله کړه 💪

د ننګرهار ولايت لعل پورې ولسوالۍ چکنور کلي کې د واليبال په پیل شوي ستر ټورنمنټ کې ګردي غوث واليبال منتخبې لوبډلې د سلګونه نندارچيانو په شتون کې پياوړې هزرناو لوبډلې ته ماتې ورکړه او پيل يې په بريا سره وکړ.

د ګردي غوث واليبال منتخبې لوبډلې او د امان ټايګرز مالي ملاتړی ښاغلی اتل خان ګرديوال ټولو لوبغاړو او کليوالو ته د دغه بريا په پار مبارکي وايي او د ګردي غوث واليبال منتخبې لوبډلې ته په راتلونکې کې د لا نورو برياو هيله څرګندوي.

په پای کې دې زمونږ د پياوړو ځوانانو دغه بريا ټولو کليوالو ته مبارک وي.

25/01/2026

مونږ د خپلو لوبغاړو پرمختګ ته ژمن يو🙌

انعام الله مومند د امان ټايګرز او ګرديوال کرکټ اکاډمي لوبغاړی دی چې د پکتيا ولايت نوولس کلنو ځوانانو لوبډلې په وړاندې د ننګرهار لوبډلې برخه دی.

الراونډر انعام الله په ننګرهار کې ځوانانو په دوه ټورنمټونو کې غوره کارکردګي کړې وه، چې په اساس يې ننګرهار نوولس کلنو ځوانانو لوبډلې ته انتخاب شوی دی.

له دې وړاندې د ګرديوال کرکټ اکاډمي بل چټک توپ اچونکي فرمان شاه هم د ننګرهار ۱۷کلنو ځوانانو سره د کونړ ته سفر کړی و.

25/01/2026

د ګرديوال کرکټ اکاډمي د لا نور معياري کيدو چاري دوام لري.

د امان ټايګرز ګروپ په مالي ملاتړ او د روزونکي ګلاب ګرديوال په هڅو د ګرديوال کرکټ اکاډمي د لا ښه ترميم چارې روانې دي.

ګرديوال اکاډمي هغه ځای، چې د ګردي غوث کلي ځوانان او په ټوله کې د مومندرې ولسوالۍ لوبغاړي پکې خپل خوبونه په ريښتيا بدلولی شي.

Photos from Aman Tigers's post 24/01/2026

د امان ټايګرز لوبډلې شريک سپانسر کامران ګرديوال هم په اتمانزو لوبغالي کې د خپلو لوبغاړو د تشويق او هڅوني په موخه شتون درلود او د امان ټايګرز لوبډلې لوبه يې له نيږدې ننداره کړه.

نوموړي د خپلو لوبغاړو د خواريو ستاينه وکړه او دوی ته يې يوځل بيا د کلک ملاتړ ډاډ ورکړ.

Photos from Aman Tigers's post 24/01/2026

د امان ټايګرز لوبډلې د برياو لړۍ دوام لري😍

د ګردي غوث په اتمانزو لوبغالي کې په پيل شوې ټورنمنټ کې يې پخپله دوهمه لوبه کې اتمانزو سټارز لوبډلې ته ماتې ورکړه او دوهمه پرلپسې بريا يې خپله کړه.

د امان ټايګرز له لوري په ۹ اوورونو کې ورکول شوی د ۱۳۱ منډو هدف د اتمانزو سټارز لوبډلې بشپړ نه کړ او د ۲۷ منډو په توپير له ماتې سره مخامخ شوه.

د لوبې غوره لوبغاړی انعام الله ونومول شو، چې په توپ وهنه او توپ اچونه دواړو کې يې په زړه پورې کارکردګي وکړه.

د لوبې بدليدونکی لوبغاړی هم انعام الله ونومول شو، چې پخپلې په زړه پورې توپ اچونې سره يې د لوبې اړخ بدل کړ.

د لوبې سټايلش لوبغاړی د خپلې غوره توپ وهنې له امله عادل ونومول شو.

د امان ټايګرز لوبډلې لوبډلمشر اکمل ته هم د ټولې لوبډلې په نمايندګۍ جايزه ورکول شو.

په پای کې دې دغه بريا د امان ټايګرز لوبډلې ټولو مينه والو ته مبارک وي🙌

24/01/2026

دوهمه پرلپسې بريا🤩

امان ټايګرز لوبډلې د اتمانزو په ټورنمنټ کې له يوې په زړه پورې لوبې وروسته اتمانزو سټارز لوبډلې ته ماتې ورکړه او په دغه ټورنمنټ کې يې دوهمه پرلپسې بريا خپله کړه.

Want your business to be the top-listed Gym/sports Facility in Jalalabad?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Telephone

Website

Address


Afghanistan �
Jalalabad