25/07/2026
مندوزیو کې د پټان ټرافي لوبې د پټان کلب په اتلولۍ پای ته ورسیدې
یادې سیالۍ چې موده مخکې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د مندوزیو سولې پر کرکټ لوبغالي پیل شوي وې، پایلوبې ته یې پټان او نادرشاه کوټ زلمي کلبونو لارې وموندې،چې پټان کلب د یوې په زړه پورې لوبې وروسته سیالې لوبډلې ته د ۱۵ منډو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.
د پای لوبې غوره لوبغاړی حکمت الله سعادت شو چې ١١١ منډې یې جوړې وې ؛ همداشان د لوبو غوره توپوهونکی زبیح الله محمدي شو چې ۵۹۸ منډې یې جوړې کړې.
د لوبو غوره توپ اچونکی احمد افغان شو چې ١٦ لوبغاړي یې له ډګره بهر کړې و او د لوبو غوره الرونډر بیا محمد نوازخان لټون شو چې د ١٣ ویکټو ترڅنګ یې ٢٠٤ منډې جوړې کړې وې.
د یادولو وړ ده چې د یادو سیالیو مالي لګښت فعال ځوان شاپور پټان په غاړه اخیستی و.
25/07/2026
د باک ځوانانو د یووالې جام سیالۍ پیل شوې
د خوست کرکټ ادارې په چوکاټ کې د باک ولسوالۍ اړوند مرکزي کرکټ لوبغالي باندې د باک ځوانانو د یووالې جام سیالۍ تېره ورځ رسماً پیل شوې.
یادو سیالیو کې به د خوست او لوی پکتیا نږدې ۴۰ لوبډلې برخه ولري، چې ترمنځ به یې شاوخوا دوه میاشتې لوبې دوام وکړي.
د یادو سیالیو موخه د قومونو ترمنځ یووالی، د فعالو اشخاصو ستاینه او هڅونه ده.
15/07/2026
د شپږیزې وروستی رنګین سهار مو پخېر!
د ۱۱م پړاو شپږیزه کرکټ لیګ سترو سیالیو وروستۍ پایلوبه نن سهار ۹:۳۰ بجې د خوست په رحمت ولي مسرور کرکټ لوبغالي کې ، د سپین غر او امو زونونو لوبډلو ترمنځ پیلیږي.
ددغې سترې پایلوبې د نندارې په موخه ګڼ ننداره کوونکي لوبغالي ته را رسېدلې او ځینې یې پر لارو دي!
11/07/2026
مس عینک اتلانو دویمه بریا خپله کړه
مس عینک اتلان لوبډلې د بست ساتونکو د ۱۷۹ منډو هدف په ځواب کې ښه توپوهنه وکړه او یاد هدف یې د دویمې پاڼۍ په وروستۍ اور کې د خپلو ۷ لوبغاړو په زیان سره ترلاسه کړ او په درې ویکټو یې بریا خپله کړه. دا په روانو سیالیو کې د مس عینک اتلانو دویمه بریا شمېرل کېږي.
شپږیزه کرکټ لیګ - د اتلانو لیګ؛ ۱۱کلن ویاړمن مزل
------
RESULT | MIS-E-AINAK KNIGHTS WON BY 3 WICKETS 🚨
Sohail Khan (45*), Rahmanullah Gurbaz (40) and Khalid Taniwal (37) chipped in with crucial contributions to take the Mis-e-Ainak Knights past the winning line by 3 wickets as they register their 2nd victory in the e& Shpageeza Cricket League 2026, powered by SuperCola. 👏
| | & – Go for More | – Share the Love
08/07/2026
د شاپور ځدراڼ د جنازې او تدفین مراسمو په اړه خبرتیا!
د مرحوم شاپور ځدراڼ جنازه نن چهارشنبه د مازدیګر ۴ بجې کابل هوايي ډګر ته رارسېږي او د بګرامیو ولسوالۍ اړوند صدراعظم ښارګوټي کې د دوی کور ته انتقالېږی.
د نوموړي د جنازې د لمانځه مراسم به د پنجشنبې په ورځ د سهار ۱۰ بجې د کابل په عیدګاه جومات کې ترسره شي او له هغه وروسته به د کابل په مرنجان تپه کې د مرحوم جنازه د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې خاورو ته وسپارل شي.
انا لله و انا الیه راجعون
------
اطلاعیه مراسم تشییع و تدفین مرحوم شاپور زدران بازیکن تیم ملی
پیکر مرحوم شاپور زدران امروز، چهارشنبه، حوالی ساعت ۴:۰۰ بعد از ظهر از کشور هندوستان به میدان هوایی کابل انتقال میشود که سپس به منزل خانواده اش واقع در شهرک صدراعظم ولسوالی بگرامی برده خواهد شد.
باید گفت که مراسم نماز جنازه مرحوم، روز پنجشنبه حوالی ساعت ۱۰:۰۰ صبح در مسجد عیدگاه کابل برگزار میشود که بعد از آن، پیکر وی طی مراسم ویژه در تپه مرنجان ولایت کابل به خاک سپرده خواهد شد.
إِنَّا لِلَّٰهِ وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعُونَ
------
Funeral and Burial Arrangements for the Late Shapoor Zadran
The mortal remains of the late Shapoor Zadran will arrive at Kabul International Airport today, Wednesday, at 4:00 PM and will then be taken to his family residence in Sadr-e-Azam Township in Bagrami District.
The funeral prayer will be offered on Thursday at 10:00 AM at Eidgah Mosque, Kabul. Following the prayer, the late Shapoor Zadran will be laid to rest during a special burial ceremony at Maranjan Hill, Kabul.
May Almighty Allah grant him the highest place in Jannat-ul-Firdaws, forgive his shortcomings, and bless his family, relatives, friends, and the entire cricket fraternity with patience and strength during this time of immense grief.
06/07/2026
مس عینک اتلان لوبډلې د یوولسم پړاو اي انډ شپږیزه کرکټ لیګ سوپرکولا سیالیو د لسمې لوبې پچه وګټله او لومړی یې د بست ساتونکو پر وړاندې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.
شپږیزه کرکټ لیګ؛ د اتلانو لیګ — ۱۱ کلن ویاړمن مزل
------
تیم قهرمانان مس عینک قرعه دهمین بازی مسابقات لیگ کریکت شپگیزه ای اند تقدیم کننده سوپرکولا را برنده شد و تصمیم گرفت مقابل تیم نگهبانان بست نخست توپ اندازی نماید.
لیگ کریکت شپگیزه؛ لیگ قهرمانان – یازدهمین دور پر عظمت!
------
🚨 TOSS ALERT 🚨
The Mis-e-Ainak Knights have won the toss and opted to bowl first against the Bost Defenders in the 10th game of the e& Shpageeza Cricket League 2026, powered by SuperCola.
| | & – Go for More | – Share the Love
04/07/2026
مس عینک اتلان لوبډلې د یوولسم پړاو اي انډ شپږیزه کرکټ لیګ سوپرکولا سیالیو د ۷مې لوبې پچه وګټله او لومړی یې د امو نهنګانو پر وړاندې د توپوهنې پرېکړه وکړه.
شپږیزه کرکټ لیګ؛ د اتلانو لیګ — ۱۱ کلن ویاړمن مزل
------
تیم قهرمانان مس عینک قرعه ششمین بازی مسابقات لیگ کریکت شپگیزه ای اند تقدیم کننده سوپرکولا را برنده شد و تصمیم گرفت مقابل تیم نهنگان آمو نخست توپزنی نماید.
لیگ کریکت شپگیزه؛ لیگ قهرمانان – یازدهمین دور پر عظمت!
------
🚨 TOSS ALERT 🚨
The Mis-e-Ainak Knights have won the toss and opted to bat first against the Amo Sharks in the 7th game of the e& Shpageeza Cricket League 2026, powered by SuperCola.
| | & – Go for More | – Share the Love
03/07/2026
خوست نن داسې مهال د مس عینک او بند امیر لوبډلو ترمنځ د لوبې کوربه دی، چې زرګونه مینه وال یې مخامخ لوبغالي کې لوبه ننداره کوي!
30/06/2026
د یوولسم پړاو اي انډ شپږیزه کرکټ لیګ - سوپرکولا سیالیو لپاره د لوبڅارانو او مېچ ریفري نوملړ:
شپږیزه کرکټ لیګ؛ د اتلانو لیګ — ۱۱ کلن ویاړمن مزل
- - - - -
فهرست داوران یازدهمین دور لیگ کریکت شپگیزه ای اند – تقدیمکننده سوپرکولا:
لیگ کریکت شپگیزه؛ لیگ قهرمانان – یازدهمین دوره پرعظمت!
- - - - -
Overseeing the action 🏏
Announcing the match officials for the e& Shpageeza Cricket League 2026, powered by SuperCola. 👏
| | & – Go for More | – Share the Love
28/06/2026
الهام کلب د لټکوال غوره لیګ سیالیو اتلولي ترلاسه کړه
دخوست کرکټ ادارې په چوکاټ کې د شپږو لوبډلو تر منځ د لټکوال غوره ليګ لومړی پړاو پای ته ورسېده. د نادرشاه کوټ ولسوالۍ اړوند د ځني خيلو په سيمه کې د لټکوال غوره ليګ یادې سیالۍ چې موده مخکې پیل شوي وې ،وړمه ورځ د الهام کلب په ګټه پای ته ورسیدې.
د پای لوبې ټاس الهام کلب وګټه او لومړۍ يې د توپ وهنې پرېکړه وکړه ؛ یادې لوبډلې سیالې فهيم کمال لوبډلې ته په ټاکلو ۸ اورونو کې د ۴ لوبغاړو په زيان د ۹۲ منډو هدف وټاکه .فهيم کمال کلب ځوابي توپوهنه کې ټاکلی هدف پوره نکړ او لوبه يې د شپږو منډو په توپير الهام کلب ته بايلوده .
د یاد ليګ غوره توپ اچونکی د الهام کلب څخه صېبان ګل د ۱۹ ويکټو په ترلاسه کولو او د ليګ غوره توپ وهونکی بيا د وطن کلب څخه محسِن د ۲۶۰ منډو په جوړولو سره ونومول شول.
د یادولو ده چې د پای لوبې ګټونکي لوبډلې ته ۲۰زره افغانۍ او بيلونکي لوبډلې ته لس زره افغانۍ نغدي جایزې ورکړل شوې.