Muslim Boxing Camp

Muslim Boxing Camp

Share

Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Muslim Boxing Camp, Boxing Studio, Khost.

مسلم په خوست ولایت کې ترټولو باوري ورزشي کمپ
که غواړئ چي نړيوال قهرمانان شئ نو مسلم ورزشي کمپ سره یوځای شئ
پته خوست ښار مرکزي چوک نيازي(احمدزي)مارکيټ دريم پوړ
076 577 7143whats app📞

Photos from Muslim Boxing Camp's post 25/07/2026

اتلانو ته هر کلی
د خوست ویاړونه
بریا مو مبارک شه🙏🥊👊

19/07/2026

رب مو هسک او سربلند لره
احسان ارمان


19/07/2026

محمد ناصر تڼی( Mohammad Nasir Tanay)د احسان ارمان په اړه لاندې کرښې لیکلي

💪 احسان ارمان؛ د اخلاقو، اتلولۍ، استقامت او غوره روزنې سمبول

هر انسان په خپل ژوند کې یو هدف لري، او ډېری وخت په یوه رشته کې خپل ټول ژوند تېروي. خو احسان ارمان یو بل فکر درلود. هغه باور درلود چې یو ریښتینی ماسټر استاد هغه څوک دی چې د بېلابېلو رزمي ورزشونو له اصولو، رازونو، تخنیکونو او روزنیزو طریقو سره بلدتیا ولري. همدې موخې ته د رسېدو لپاره یې یوازې په یوه رشته بسنه ونه کړه، بلکې بېلابېلې ورزشي رشتې یې وازمایلې، مطالعه یې کړې او په هره برخه کې یې علمي او عملي تجربه ترلاسه کړه، ترڅو یو بشپړ او څو اړخیز روزونکی شي.

احسان ارمان خپله ورزشي لاره له کراټې څخه پیل کړه. هغه د افغانستان د کراټې د ملي ټیم غړی و او د ایران په یوه سیالۍ کې یې لومړی مقام ترلاسه کړ. د کراټې په برخه کې یې د استادۍ مقام خپل کړ او ګڼ شمېر تکړه ورزشکاران یې وروزل.

وروسته یې د لا ډېرو تجربو او مهارتونو د ترلاسه کولو لپاره کراټه پرېښوده او د پري فایټ (Free Fight) په برخه کې یې فعالیت پیل کړ. په لنډ وخت کې یې ګڼې بریاوې خپلې کړې او د همدې رشتې د استادۍ رسمي اسناد یې هم ترلاسه کړل. له هغې وروسته یې د خپلې پوهې د لا پراخولو لپاره پري فایټ هم پرېښود او د بوکسنګ ډګر ته داخل شو.

احسان ارمان د خوست ولایت له لومړنیو هغو بوکسرانو څخه دی چې رسمي سیالیو ته ودرېد او د خپلو غوره لوبو له لارې یې د خوست د رزمي ورزشونو په تاریخ کې ځانګړی ځای خپل کړ.

د هغه تر ټولو ستره لاسته راوړنه یوازې شخصي اتلولۍ نه دي، بلکې د شاګردانو روزنه ده. هغه داسې شاګردان وروزل چې د خپلو مهارتونو، جرئت او تخنیک له امله یې په سیالیو کې د ځان لپاره ځانګړی نوم پیدا کړ او د رزمي ورزشونو په ډګر کې یې د خوست نوم روښانه کړ.

د خپلې ورزشي لارې په اوږدو کې هغه له ګڼو ستونزو، مخالفتونو او خنډونو سره مخ شوی، خو هېڅکله یې خپل هدف نه دی پرې ایښی. د ځینو کسانو د مخالفتونو او حتی د ځینو نږدې ملګرو د بې‌وفایۍ باوجود، هغه تل پر الله تعالی توکل کړی، په استقامت ولاړ پاتې شوی او خپل شخصیت، اخلاق او نوم یې خوندي ساتلی دی.

🏅 د احسان ارمان درې ځانګړې رتبې

🥇 ۱- اتل (Champion):
په بېلابېلو ورزشي سیالیو کې یې د ویاړ وړ اتلولۍ ترلاسه کړې دي.

🥋 ۲- څو رشتیز استاد (Multi-Discipline Coach):
د بېلابېلو رزمي ورزشونو د استادۍ اسناد، تجربې او تخنیکي پوهه لري، چې دا ځانګړنه یې له ډېرو روزونکو جلا کوي.

👑 ۳- ماسټر استاد (Master Coach):
د پراخو تجربو، اتلولیو، بېلابېلو اسنادو او د شاګرد روزنې د ځانګړو وړتیاوو له امله، ډېر کسان هغه د "ماسټر استاد" په نوم یادوي.

احسان ارمان د استقامت، لوړ اخلاق، اخلاص او نه ستړې کېدونکو هڅو ژوندۍ بېلګه ده. د هغه ورزشي ژوند دا پیغام ورکوي چې ریښتینی بریالیتوب یوازې په اتلولۍ کې نه، بلکې په دوامداره زده کړه، د تجربو په پراخولو، د شاګردانو په روزنه او د ټولنې په خدمت کې نغښتی دی.

08/07/2026

‏چې جنازه مې دروړي مورې
‏ځان دې تکیه کړه په دېوال کیږده لاسونه
‏د ملي اتل شاه پور ځدراڼ جنازه کابل ته راورسیده

07/07/2026

ملي اتل
شاپور ځدراڼ ته دې خدای ښکلي جنتونه ورکړي
د مــ.ـرګ خبرې یې دروند وه😢

28/06/2026

مسلم د ورزش په ډګر کې غښتلی نوم
له قوي تمرین وروسته دمه

23/06/2026

مسلم ورزشي کمپ🥊🤼‍♀️🥇
📍خوست ښار سرګردان چوک چرګانو لین اخمدزی مارکیټ دریم پوړ
🥊مسلم د ورزش په ډګر کې رښتنی نوم🥊
احسان ارمان
اړیکه:0765777143



22/04/2026

مسلم د ورزش په ډکر کې د نوښت نوم
عصمت رؤڼک
#ورزش
احسان ارمان

19/04/2026

*مخالف ډير لرو هو*
*غیرت په يو کي هم*
*نستـه چې زموږ مخ*
*ته راسی*،. 💀🤚
*سنگ خو خوست*💪🦅👊





゚viralシ احسان ارمان Intez Zar Arman Khan اجي رایس

14/04/2026

دمسلیم ورزشی کمپ تکړه فايټر سنګ حور خوست وزن کاشي ترسره شوه انشاالله چي بریا به د خوست وي احسان ارمان Intez Zar Arman Khan اجي رایس




Want your business to be the top-listed Gym/sports Facility in Khost?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Category

Website

Address


Khost