15/09/2026
هم مو دویمه لوبه وبایلله او هم مو سیریز. هند ته دې مبارک وي.
په دویمې لوبې کې یو متفاوت ټکی دا و چې افغان لوبغاړو د تېرې لوبې په پرتله زړوره لوبه وکړه. خو بیا هم کېسه د ګربز په اوټ کېدو خرابه شوه، د ګربز په اوټ کېدو سره افغانستان وار له واره ۴۰-۵۰- منډې تاوان کوي او یا هم شاید تر دې ډېر.
د هند د دریو لوبغاړو له سوځېدو وروسته معلومه شوه که دا هدف ۱۸۰-۱۹۰ وای، شاید هند ته اسانه نه وای.
بله جالبه خبره دا وه چې فضل حق فاروقي یې ۱۳م اوور ته راوست. له دې یې اندازه ولګوئ چې روزونکي او کپتان په خپل عمده توپ وهونکي دومره بې باوره دي. بیا یې ولې لوبډلې کې شاملوئ چې داسې پرې بې باوره یاست.
هند په خپلو دومره ډېرو الراونډرانو کې بیا هم پنځه عمده توپ وهونکي لري، خو موږ په تېرو دوو لوبو کې له څلورو عمده توپ وهونکو سره میدان ته ولاړو چې تاوان مو وکړ.
په هر حال، درېیمې لوبې کې نور رحمن او عبدالله/نوین ته باید د لوبو فرصت ورکړل شي. که بل څه نه وي، تجربه خو به یې وشي. ځوانان دي.