IPL 2025

IPL 2025

Share

Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from IPL 2025, Sports League, zone two, Jalalabad.

28/07/2026

د افغانستان او ایرلنډ ترمنځ د پنځو نړیوالو یو ورځنیو سیالیو مهالوېش!

افغان لوبډله به د راتلونکې اګست میاشتې په پنځمه نېټه د ایرلنډ پر وړاندې د پنځو نړیوالو یو ورځنیو سیالیو د لوبلړۍ لومړۍ لوبه ترسره کړي. دغه لوبلړۍ به د دواړو لوبډلو ترمنځ د اګست میاشتې له ۵مې تر ۱۵مې نېټې پورې د یاد هېواد په دوو بېلابېلو ښارونو کې دوام ومومی.

| |

24/07/2026

څنګه سکواډ دی؟

13/07/2026

چیک کړئ!

13/07/2026

کله چې د افغانستان دا بهترین او بریالی روزونکی جانتن ټراټ د ټیم لیرې کړ نو میرویس اشرف او نصیب خان ملت ته دا خبره کوله چې هغه خو افغانستان ته نه راتلو او دا نوی کوچ به افغانستان ته راځي او داخلي سیالیو کې به نویو لوبغاړو استعداد ګوري بیا به په دوی کار کوي! چې دا نوی روزونکی اوس چیرته دی؟ فقط ملت ته سترګو کې شګو اچولو لپاره یوځل راغلی اوس یې درک نشته،
د کرکټ بورډ کشران اکثره هغه پریکړې کوي چې دوی پکې په موقف پاتې شي او هغه پریکړه نکوي چې د افغانستان کرکټ پکې خیر وي بلکې هغه څه کوي چې د خپل جیب یې پکې خیر وي،
موږ چې درته هغه وخت ویل چې دا پریکړه نده ښه نو تاسې ویل ښه ده، اوس فقط دا ځواب راکړﺉ چې دا نوی روزونکی چیرته دی او ولې د افغانستان دومره غټ داخلي ټورنمینټ ته ندی راغلی؟
بس ملت ته سترګو کې خاورې شیندل دي!
دا پوست شیر کړﺉ ترڅو د کرکټ بورډ تر مشرانو ورسیږي.
Afghanistan Cricket Board
Rashid Khan Mohammad Nabi
کاپی

13/07/2026

دا افغانستان د کرکټ یو نایابه غمی ، تاسو به یې لوبه لیدلی وی هر یو شاټ یو مسلکی او خوندور وه ، داسی لوبه یی کوله ته به وایی ۲۰ کاله یی کرکټ کړی.
خو دا ظالمان یی باربار ډراپ کوی دا ظلم دی.
مسلسل چانس ورکړی چې خپل استعداد درته وښایی.

07/07/2026

إِنَّـا لِـلَّـهِ وَ إِنَّـا إِلَـیْـهِ رَاجِـعُـون
شاپوره ځدراڼ تل لپاره له دې پاني نړۍ څخه خدای پاماني وکړه💔🥹

روح يې ښاد او جنتونه يې نصيب سه!

04/07/2026

نور الرحمان سره ظلم او جفا!

نور الرحمان هغه لوبغاړي دي، چې چا چې تیر کال شپږیزه لیګ تاریخ جوړ کړو،هغه په خپل لومړي لوبه چټکه سلیزه ترسره کړه،خو سږکال ورسره ظلم کیږي،دا چې نور الرحمان د شل لوبغاړي دي،خو پرځاي د ټیسټ لوبو لوبغاړي اکرام علیخیل ته د سپین غر کوچ او کپتان چانس ورکوي،دا یو ډیره خفه کونکي ده، چې داسې استعداد لرونکو سره ظلم کیږي.

د شپږیزه لیګ د ټولو لوبډلو د کپتانانو او روزونکو څخه مو هیله د چې واک په لاس درعلی دي،استعدادونه مه ضایع کوﺉ،دوي چانس ورکړﺉ، دوي د افغانستان راتلونکي دي.

04/07/2026

رحمت شاه یا اکرام علیخیل کې باید یو کس خپل ځای نورالرحمان ته پریږدی ځکه دواړه لوبغاړی ډیر زیات لوبیدلې دی او زیات وخت پنځوس اوریزه کرکټ کوی نو که چیرته دی ځوان لوبغاړی ته چانس ورکړی نو. ډیر به ښه وی🤔
هغه ته تیر کال په وروستیو کې چانس په لاس ورغې او سلیزه یې ترلاسه کړه

27/06/2026

د روښان راتلونکی لپاره ښه انتخاب!
کم فیس لوړ معیار

24/06/2026

دا ضرور ولولي
د لمریزې برېښنا (سولر) د بې احتیاطۍ خطر!

ګرانو دوستانو!

په انځور کې چې څه وینئ، دا د یوه کس لاس دی چې د ورځې لخوا د سولر برېښنا د تختو د وینځلو په مهال له شدید شاک او سوځېدنې سره مخ شوی دی. د برېښنا لوړ ولتاژ او ناسم کار کول کولی شي د بدن غړي په بشپړ ډول له منځه یوسي او حتی د انسان ژوند له خطر سره مخ کړي.

یاد ولرئ! سولر انرژي ګټوره ده، خو بې احتیاطي پکې د داسې دردناکو پېښو سبب ګرځي. خپل ژوند او روغتیا ته لومړیتوب ورکړئ.

شير کول مو هیر نشی
کاپی

Want your business to be the top-listed Gym/sports Facility in Jalalabad?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Category

Telephone

Website

Address


Zone Two
Jalalabad
2601