Asia Boxing Club

Asia Boxing Club

Share

we have fully trained professional boxing trainers with over 31 years experience.

25/11/2025

60kg

24/11/2025

57kg

10/11/2025

67kg fans Asiaboxing Club Ziarmal Mohammadi

19/10/2025

د استاد ورځ دی مبارک وی Asiaboxing Club

06/03/2025

قهرمان اکرام د 60kg او قهرمان شعيب د57kg
A Asiaboxing Club

Photos from Asia Boxing Club's post 21/02/2025

الحمدالله د ننګرهار د جوانانو منتخبه سيالی کی د ايشيا بوکسنګ کلپ قهرمانانو اوکولی شو چی په 9 وزنونو کی څلور اول مقامونه او يو دوهم مقام خپل کړل
ايمل وزن 54 kg دوهم مقام
شعيب وزن 57 kg اول مقام
سيد اکرام وزن 60 kg اول مقام
ريحان وزن 71 kg اول مقام
ابوبکر وزن 75 kg اول مقام
ټولو دوستانو ته دی مبارک وی

Photos from Asia Boxing Club's post 09/02/2025

Asiaboxing Club
الحمدالله په ننګرهار ولايت کی د محترم استاد افسرحمان سمسور په نوم د بوکس سيالی ترسره شوی
او د دغی سياليو جوړونکی استاد عنايت بابکرخيل او حمکاران استاد فضل مالک شينواری استاد ريحان مبارز او استاد ذړګی صافی وو چی تکريبن 140 ورزشکارانو پکی برخه اخستی وه د الله ج مو کاميابی غواړو د دغی لوبو سر حاکميت
استاد اله نظر هوتک او استاد فضل مالک شينواری وو
او د حاکميت برخه کی استاد خليل ۔ استاد هجرت ۔ استاد سلطان ۔ استاد بهير ۔ او استاد انجنرنوررحمان ۔ او په انانسری کی قهرمان استاد مصوير وو ۔ او مننه له هغه ميلمنو نه چی د کابل څخه راغلی وو استاد اله نظر هوتک استاد خانزاده هوتک استاد ننکيالی هوتک او استاد شريف الله هوتک او داسی نور ګړ شمير محترم استادان او د رياست تربيت بدنی او د سپورټ رياست نه مدير فنی نظيف الله او د پاکستان څخه محترم استاد جاويد رفيقی د بوکس مشر محترم استاد انوررحمان سمسور او د بوکس د فدراسيون مسول محترم استاد پسرلی خاکسار او خپله محترم افسررحمان سمسور او استاد نوراحمد حبيبی استاد شرافت احمدزی۔ استاد انورعرب استاد ايمل ګلزاده استاد قاری ميوند قهرمان افتخار صافی او ګړ شمير د بوکس محترم استادان
او تکوندو فدراسيون رايس استاد زمری عرب استاد خالد اکبری استاد عيدمحمد او استاد شيربهادر ۔ او پهلوانی دفدراسيون رايس حاجی فهيم ۔ او فریفايټ استاد مصوير
مننه له ټولو راغلو دوستانو نه او خاصه مننه د استاد عنايت بابکرخيل نه چی دا سيالی يي جوړی کړی وي
او يوه خاسه مننه د الحاج ماسټر منقوش نسيمی چی ورزشکارانو ته يي 12 جوړی جمپر برزو ډالی کړل

Photos from Asia Boxing Club's post 22/01/2025

د بوکس وياړ خدمتګار او د پروفيشنل قهرمان
( استاد جاويد رفيقی) چی تل يي ورزشکارانو ته خدمت کړی۔ يوځل بيا يي د ننګرهار ولايت د 63.5kg قهرمان
سيرت شينواری يي وستايل چی انشاالله ډيره ښه اينده لری او هم يي قهرمان ته يو مډال او نوری ډالی ورکړی ۔ د الله ج يي کاميابی غواړو ۔ Asiaboxing Club . fans

Photos from Asia Boxing Club's post 25/10/2024

مرکز ته د سفر پهٔ تړاو مشرتابه سره ناسته:

۱۴۰۳/۸/۳

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او سپورټ ریاست د غونډو پهٔ تالار کې ملي سیالیو ته د تګ پهٔ موخه مشورتې ناسته وشوه.

پهٔ لومړیو کې د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او سپورټ رئیس (عبدالسلام وزیروال) او مشر استاد د بوکس بنيادګوزار استاد (انورحمان سمسور) او د بوکس د فدراسيون مسول استاد (پسرلی خاکسار)
د سوک وهني فدراسیون مسؤل او استادانو ته یې ښهٔ راغلاست ووایه او پهٔ ملي سیالیو کې د غوره کړنو پهٔ تړاو یې ورته لارښوونې او سپارښتنې وکړې، نوموړي وویل؛ ټول لوبغاړي د لوبو پرمهال ورزشي اخلاق مراعت کړي او د خپل ولایت غوره استازولي باید وشي پهٔ سیالیو کې ګټه او بایلات شته دی هغه ورزشکاران، چې لوبه کې ماتې خوري باید مایوسه نه شي او پهٔ راتلونکي کې د ماتې لاملونه تشخیص او بشپړه امادګي ونیسي.

او همدارنګه یې ورته د لاسته راوړنو هیله یې څرګنده کړه.

پهٔ یادو لوبو کې د ننګرهار پهٔ استازولۍ ۳۶ تنه د سوک وهني لوبغاړي او د فدراسیون مسؤلین او مربیان د لوبو په موخه مرکز ته واستول شول، چې ټولو ورزشکارانو ته ورزشي لباس هم ورکړل شو.
خاسه مننه د بوکس مشر استاد انورحمان سمسور او د بوکس د فيدراسيون مسول پسرلی خاکسار نه چی زموږ مخه ښه ته راغلی وو او ډاډ يي راکړل

Want your business to be the top-listed Gym/sports Facility in Jalalabad?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Category

Website

Address


3nd Floor Wheat Market
Jalalabad