14/05/2026
د افغانستان زړور اتل شاپور ځدراڼ
هغه لوبغاړی چې تل یې د وطن لپاره په مینه او غیرت لوبه وکړه
د هغه جذبه احساس او وطنپالنه به د افغانانو له زړونو هېڅکله ونه وځي
نن چې د ژوند له سخت وخت سره مخ دی
ټول هېواد ورته د دعا لاسونه پورته کړي دي
الله دې ورته عاجله او بشپړه شفاء ورکړي
ځکه اتلان یوازې د میدان نه بلکې د ولس د زړونو برخه وي
شاپور ځدراڼه
ته یوازې یو لوبغاړی نه یې
ته د میلیونونو افغانانو احساس یې🤲
19/03/2026
د خوست رمضان لس اوریز لیګ بنسټګر جهاد سنګین له لوري
د خوست رمضان لیګ د بنسټګر په توګه خپل درانه او مېړانه ولس په ځانګړي ډول ټولو ورزشکارانو لوبغاړو او د کرکټ مینهوالو ته د کوچني اختر د زړه له کومې مبارکي وړاندې کوم
الله تعالی دې دا مبارکه ورځ زموږ د ټولو لپاره د خوښیو سولې بریاوو او سوکالۍ زیری وګرځوي هیله ده چې دا اختر زموږ ترمنځ مینه یووالی او ورورولي لا نوره هم پیاوړې کړي
راځئ چې د سپورټ له لارې خپل ځوانان سره یو موټی وساتو او خپل وطن ته د خدمت په لاره کې لا ډېر ګامونه واخلو
اختر مو مبارک 🌙✨
26/02/2026
خبر
ګرانو مینوالو، لوبغاړو او ملاتړو!
خوست رمضان لس اوریز لیګ یوازې سیالۍ نه وې، بلکې د ځوانانو د استعدادونو لپاره یو مهم فرصت و، چې بنسټ یې څو کاله وړاندې د همدې موخې لپاره اېښودل شوی و.
داچې د خوست رمضان لس اوریز لیګ لس کلن جواز مو د افغانستان کرکټ بورډ څخه ترلاسه کړی ،موږ تر وروستۍ شېبې هڅه وکړه چې سږ کال هم لیګ ترسره کړو، خو ځینې ستونزې، چې زموږ له واکه بهر وې، حل نه شوې. له همدې امله، په ډېرې خواشینۍ سره پرېکړه وشوه چې سږ کال لیګ ترسره نه شي.
موږ نه غوښتل چې ټیمونه، لوبغاړي او مینوال له ستونزو سره مخ شي، او نه مو غوښتل لیګ د نیمګړتیاوو تر سیوري لاندې ترسره شي.
د عمومي سپانسر، قاري صیب نقیبالله څخه د زړه له کومې مننه کوو، چې تل یې د ځوانانو او کرکټ صادقانه ملاتړ کړی دی.
همدارنګه، د ټولو هغو کسانو مننه کوو چې زموږ نیت یې درک کړی او تر څنګ مو ولاړ دي.
انشاءالله، راتلونکی کال به لا ښه، منظم او پیاوړی لیګ ولرو.
موږ خوست کرکټ ته ژمن یو!
په اخېر کې، د لوبغاړو، مینوالو او ملاتړو نه ځانګړې بښنه غواړم چې سږ کال نا هیلې شول ✋👏
د خوست رمضان لس اوریز لیګ اداره
🏏 5th Khost Ramadan 10-Over League – 2026
17/02/2026
پنځم پړاو قاري نقیب الله خوست رمضان لس اوریز لیګ
د نوم لیکنې او نورو معلوماتو لپاره:
📱 واټساپ: 078647474
14/02/2026
د ډېوه ګروف له محترم مدیریت څخه د زړه له کومې مننه، چې د قاري نقیب الله پنځم پړاو خوست رمضان لس اوریز لیګ سره یې نغدې مالي مرسته وکړه او د دې ولسي او سپورتي پروګرام عملي ملاتړ یې وکړ
د یادونې وړ ده چې ډېوه ګروف تر دې وړاندې هم د همدې لیګ په درېیم پړاو کې په بشپړ ډول د سپانسرۍ ویاړ درلود، چې دا یې د سپورټ، ځوانانو او کرکټ سره د ریښتینې مینې ښکاره ثبوت دی.
ځانګړې مننه د ډېوه ګروف له قدرمنې مشرې ډېوه پتنګ څخه، چې تل یې د سپورټ، ځوانانو او ټولنیزو فعالیتونو ملاتړ کړی او دا ډول نوښتونه یې هڅولي دي.
الله دې وکړي چې دا همکاري نوره هم پیاوړې شي او د خوست کرکټ لا ډېر پرمختګ وکړي 🤲🏏
10/02/2026
د قاري نقیب الله خوست رمضان T10 کرکټ لیګ پنځم پړاو کې
د نوري موبایل سره په لوبه کې د ډېرو شپږېزو وهونکي لوبغاړي لپاره
د نقدي جایزې تړون لاسلیک شو
10/02/2026
د پنځم پړاو قاري نقیبالله خوست رمضان لس اوریز لیګ لپاره
د لوبڅارانو نوی او معیاري لباس