29/05/2026
ورورولي اوس په وینه نه بلکې په وفادارۍ او ملاتړ جوړیږي💯
#وطنداره..!
ژوندون څه دی؟ بې پایانه خوشالۍ دي
ژوند نه دلته ژوندون موړ دی وطنداره!
م.صديق ژوند
29/05/2026
ورورولي اوس په وینه نه بلکې په وفادارۍ او ملاتړ جوړیږي💯
17/05/2026
هیڅکله له موږکانو سره د پنیر په اړه خبرې مه کوئ.
هیڅکله د مرغانو سره د ډوډۍ خبرې مه کوئ.
او هیڅکله د مارانو سره پلانونه مه جوړوئ.
12/05/2026
د ستر ویاړ، افتخار او نه هېریدونکې سرلوړۍ ځای دی، چې د لومړي ځل لپاره د ننګرهار یو ځوان د خپل بې ساري استعداد، نه ستړې کېدونکو هڅو او ځانګړې وړتیا پر مټ د اسیایي لوبو ستر ډګر ته، د جاپان هېواد په لور د پهلوانۍ سیالیو لپاره انتخابېږي. دا یوازې د یوه ورزشکار بریا نه ده، بلکې د ټول افغانستان لپاره د عزت، غیرت او تاریخي ویاړ زرینه شېبه ده.
دا هغه ستر مقام دی چې یو افغان ځوان یې د خپلې خولې، زحمت، قوي ارادې او نه ماتېدونکي عزم له لارې ترلاسه کوي، څو نړۍ ته وښيي چې د افغان ځوانانو په وجود کې څومره لوی استعداد، څومره نه ختمېدونکې انرژي، او څومره ستره اتلولي پرته ده.
نن قهرمان بلال یوازې د ځان لپاره نه، بلکې د خپل هېواد د ویاړ، د خپل بیرغ د رپېدو، او د خپل وطن د نوم د روښانولو لپاره د اسیا پر ستر میدان قدم ږدي.
دا د هر افغان لپاره د احساساتو ډکه شېبه ده؛ ځکه یو افغان ځوان په لومړي ځل د خپلې وړتیا پر بنسټ داسې مقام ته رسېږي چې د ویاړ تاریخ جوړوي.
قهرمانه!
ستا دا انتخاب د زرګونو ځوانانو لپاره الهام، د وطن لپاره ویاړ، او د تاریخ لپاره زرینې کرښې دي.
ته یوازې یو ورزشکار نه یې، ته د افغان غیرت ژوندی سمبول یې؛
انشاءالله
لکه چې څرنګه چې دې په ملي ټیم کې لومړی مقام د خپل مټ او ځواک له مخې ترلاسه کړو، همدسې به په جاپان هېواد کې هم د اتلولۍ مقام ترلاسه کوی، موږ درباندې باور لرو.
ستا سفر د افغانستان د اتلولۍ نوی باب دی.
افغانستان درباندې ویاړي، ملت درته دعا کوي، او ستا بریا د یو ملت ستر ارمان دی! 🇦🇫🏆🔥
12/05/2026
ځواکمن خلک د بازانو په څیر وي، تل یې الوت خوښ وي
11/05/2026
په ژوند کې تر ټولو لوی درس، هیڅکله له هیچا او هیڅ شي څخه مه ډاریږه.
11/05/2026
"خلک د وخت په تېرېدو سره نه بدلېږي، بلکې د حقیقت په درک کولو سره بدلېږي". """
11/05/2026
لحظې خاطرې شي او خلک عبرت شي. بس نو ژوند دی ...